په فراه کې د دولت ضد ۷ وسله‌وال او ۴ افغان کمانډو سرتېري وژل شوي

د فراه چارواکي وايي، د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د روانو تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې د دولت ضد ۷ وسله‌وال او ۴ افغان کمانډو سرتېري وژل شوي دي.

په فراه کې د ملي اردو د قرارګاه ویاند نور الحق خالقي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، افغان کمانډو سرتېرو ته دا مرګ ژوبله د بالابلوک ولسوالۍ په سیاه جنګل سیمه کې د وسله‌والو پر یوه مرکز د برید پر مهال واوښته.

د هغه په خبره، په دې برید کې د وسله‌والو مرکز له‌منځه تللی دی.

د دولت ضد وسله‌وال مخالفين بیا ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې يې ۶ کمانډو سرتېري وژلي دي.

د فراه ولایت یو شمېر سیمې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او دولت ضد وسله‌والو ترمنځ د سختو جګړو شاهدې دي.