د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواکونو د فراه ولایت پهشمول ځینو سیمو کې د طالبانو د څو قرارګاهوو د لهمنځه وړلو لپاره له لایزري بمه استفاده کړې ده.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش که څه هم په دې اړه له ډېرو جزئیاتو ډډه کوي، خو ټينګار کوي چې له لایزري بم او راکټونو استفاده د افغان ځواکونو بریاوې ډېروي.
رادمنش وايي، دا ممکن په افغانستان کې له لایزري بمونو د استفادې لومړی ځل نهوي.
دی وایي:
"په بېلابیلو سیمو کې د هغې له ډلې په فراه ولایت کې د دښمن د لهمنځه وړلو لپاره له لایزري بم استفاده شوې ده او فکر کوم چې دا لومړی ځل هم نهدی، ځکه چې هېڅ طیاره نهشي کولای چې له رهبري کوونکي یا د لایزر له الې پرته، خپل اهداف په دقیقه توګه تر حملې لاندې ونیسي."
خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي، افغان ځواکونو له درېیو میاشتو روزنې وروسته په فراه کې له لایزري بم څخه استفاده کړې ده.
اعلامیه زیاتوي، دا بم د افغان پیلوټانو لهخوا د روانې مارچ میاشتې په ۲۲مه د طالبانو په یوه قرارګاه د «A-29» ډوله طیارې په واسطه غورځول شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویلي، افغان ځواکونو له دې امله د «GBU-28» لایزري بم څخه استفاده وکړه چې د طالبانو دا قرارګاه د ملکي کسانو له کورونو او د اوسېدو له ځایه لیرې وه.
په دغې اعلامیه کې هم له عملیاتو د اوښتو زیانونو په اړه یادونه نهده شوې، خو ویل شوي چې په دې حمله کې د طالبانو ډېر تجهیزات چې د جګړو په ډګر کې یې له افغان ځواکونو نیولي وو، لهمنځه تللي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د غوڅ ملاتړ مأموریت د افغان هوايي ځواکونو دا عملیات د بریا په لور نوی فصل بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه نیمه میاشت مخکې په افغانستان کې یوه امریکايي قوماندان جنرال جېمز هکر د یوه وېډیویي کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي وو، طالبان دې نور په خپلو قرارګاهوو د لایزر په واسطه د رهبري شویو بمونو انتظار باسي.
جېمز هکر ويلي چې افغان هوايي ځواکونه به په بم غورځوونکو لسګونه طیارو سمبال شي.
د هغه په وینا، د امریکايي ځواکونو د هوايي حملو په پرتله په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو هوايي حملې ډېرې شوې دي.
له دې سره د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د لایزر په واسطه رهبري شوي بمونه او راکټ کولای شي، هدف په دقیق ډول وولي او له ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.
له ډلې یې عتیقالله امرخېل ازادي راډيو ته وویل:
"لایزري بمونه او راکټونه دوه اغېزې لري، یو دا چې غیر نظامیان خپل ځان محفوظ احساسوي چې دولتي ځواکونه دوی تر هدف لاندې نهنیسي او بل دا چې لایزر کوچنۍ او وړې نقطې هم ولي چې دا ډېر مهم کار دی."
ښاغلی امرخېل وايي، که د لایزر په رهبري شویو بمونو او راکټونو کې لازم دقت ونهشي، غیر نظامیانو تهیې زیان رسېږي.
د هغه په وینا، له دې وسلې څخه باید هغه څوک استفاده وکړي چې مسلکي زدهکړې یې کړې وي او اهداف په ښه توګه ویشتلی شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ