د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت یوه ستونزه د ځمکو نشتوالی دی.
چارواکي زیاتوي، که چېرې خلک په هغو سیمو کې چې د ښوونځیو ودانیو ته پهکې اړتیا موجوده وي، په وړیا توګه ځمکې وقف کړي، نو هغوی چمتو دي چې د ښوونځیو ودانۍ پهکې جوړې کړي.
د خوست د پوهنې ریاست مرستیال مولوي شرفالدین یادې څرګندونې نن چارشنبه ښوونې او روزنې ته د ماشومانو د لاسرسي د لوړولو په اړه د پوهنې د کاري ځواک په رسنیزه ناسته کې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې سروې ګانو او ارقامو ښودلې چې لا هم په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان چې ۷۰ سلنهيې نجونې تشکیلوي د نا امنیو، د ښوونځیو د نشتوالي، د ښځینه ښوونکو د کمښت او د ښوونې او روزنې په اهمیت د نهپوهاوي له کبله له ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو محروم پاتې شوي دي.