افغان حکومت د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

افغان حکومت د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې رد کړې چې ګواکې طالبان په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د افغانستان د خاورې پر نیمايي کنټرول لري.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رامنش نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، افغان ځواکونو د هېواد زیاتې برخې په واک کې لري او یوازې په ۹ ولسوالیو کې نه‌شته.

ښاغلي رادمنش وویل، د سرګي لاوروف دا خبره په بشپړه توګه ناسمه ده.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې ویلي دي چې طالبان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغانستان پر نيمايي برخه کنټرول لري.