په پېښور کې یوه جنسیت بدله ښځه او د هغې ملګری ووژل شول

د خېبر پښتونخوا په پېښور کې په موټرسایکل سپرو وسله‌والو یوه جنسیت بدله ښځه او د هغې ملګری په ډزو ووژل.

د پېښور د پولیسو یوه افسر محمد طاهر وویل، دا دوه کسان پرون نا وخته هغه مهال چې په یوې رکشا کې سپاره وو، په ډزو ووژل شول.

په خېبر پښتنونخوا کې لسګونه جنسیت بدله کسان د نا معلومو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوي دي.

که څه هم چا د دې وژنو مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو په سیمه کې هغه وسله‌والې ډلې فعالې دي چې جنسیت بدله کسان له فحشا سره تړلي بولي.