درانی: د کندهار په شاه وليکوټ کې درې وسله‌وال طالبان وژل شوي

چارواکي وايي تېره شپه د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې درې وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام د ملي اردو ځواکونو په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ته کمين نيولی و چې پر مهال‌يې درې وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د دراني په وینا، په دغې نښته کې د ملي اردو ځواګونو ته تلفات نه‌دي رسېدلي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.