د چین حکومت ویلي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون روانه اوونۍ پیکېنګ ته په سفر کې د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره کتلي دي.
له کله چې کېم په ۲۰۱۱ میلادي کال کې واک تر لاسه کړ دا کوم بهرني هېواد ته د هغه لومړی سفر بلل شوی دی.
د سینهوا خبري اژانس ویلي چې د شمالي کوریا مشر د چین ولسمشر ته ویلي چې د کوریا ټاپو وزمې غیر اټمي کولو ته ژمن دی.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي د کېم سفر ښکاره کوي چې د متحده ایالاتو د فشارونو د زیاتولو په سبب له شمالي کوریا سره د خبرو ښه فضا رامنځته کړې ده.
د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره د کېم جونګ اون لیدنه د یوه بهرني دولت له رئیس سره د هغه لومړۍ لیدنه وه.
د هغه پلار کېم جونګ اېل د خپلې واکمنۍ پر مهال څو واره چین ته تللی و.