بریتانيا د یو شمېر هېوادونو له‎خوا د روسي جاسوسانو ایستل وستایل

بریتانيا پرون سې شنبه د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له‎خوا د روسيې د مشکوکو جاسوسانو ایستل وستایل او دا کار يې یو تحول وباله.

بل لور ته روسیه وايي، د روسي ډیپلوماتانو ایستل پر هېوادونو د متحده ایالاتو د زیات فشار نتیجه ده او مسکو به ورته ګام واخلي.

په همغږي اقدام سره د روسي وګړو ایستل په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د مسمومولو له پېښې وروسته کېږي چې لندن وايي، مسکو يې تر شا دی.

تر اوسه د نړۍ ۲۶ هېوادونو ۱۴۳ مشکوک روسي وګړي ایستلي دي.

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون سې شنبه وویل، دا تړون به په بروکسل کې د روسيې د مأموریت ۷ کار کوونکي وباسي.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن له یو شمېر هېوادونو د مشکوکو روسي وګړو ایستل، د روسيې استخباراتو ته یوه لویه ضربه بللې چې د هغه په خبره رغېدل به‌يې کلونه وخت ونیسي.