افغان هوايي ځواک د لیزر رهبري شوی بم پر مخالفینو استعمال کړ

افغان هوايي ځواک د لومړي ځل لپاره د لیزر په واسطه رهبري شوی بم د دولت پر وسله‎والو مخالفینو استعمال کړی.

ناټو پرون په یوې اعلامیه کې وویل چې د افغان هوايي ځواک «اې ۲۹» ډوله جنګي الوتکې د تېرې پنجشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د طالبانو پر یوه مرکز دا بم وغورځاوه.

ناټو وايي، دا بمونه په دقیق ډول خپل هدف له‎منځه وړي او له‎دې لارې به د هوايي عملیاتو پر مهال د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې مخه ونیول شي.

سټارز اېنډ سټرایپس امریکايي پوځي ورځپاڼې ویلي دي چې افغان هوايي ځواک ته د دې بمونو د کارولو روزنه ورکول د هغو هڅو برخه ده چې امریکايي او ناټو ځواکونه‌يې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره ترسره کوي.