د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني له روسيې او امریکا وغوښتل چې افغانستان په خپلو کې د سیالۍ ډګر ونهګرځوي.
ښاغلي رباني پرون سې شنبه د تاشکند کنفرانس ته په وینا کې وویل، له دواړو دوستو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګډه همکاري وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغهراز وویل، افغان دولت په خپل هېواد کې د سولې لپاره د سیمې او نړیوالو د هیلو او همکاریو ستاینه او هرکلی کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان پهدې وروستیو کې روسیه تورنه کړې چې د تاجکستان د پولې له لارې له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.
روسیې بیا د متحده ایالاتو دا ادعا رد کړې ده.