پوتین د سایبریا د اور لګېدنې په پېښه کې غفلت کوونکو ته د مجازاتو ژمنه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبه سهار د کمروف په ښار کې د وروستۍ اور لګېدنې سیمې ته ورغی او د هغو کسانو د مجازاتو ژمنه‌یې وکړه چې غفلت‌یې د دې پېښې او بشري مرګ ژوبلې سبب شوی دی.

د روسیې د سایبریا د کمروف په ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې د اور لګېدنې مرګونې پېښې په روسیه کې خلک غصه کړي دي.

د دې ښار زرګونه اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ مظاهره وکړه او د دې اور لګېدنې په اړه‌یې د شته پوښتنو د ځواب او د سیمه‌ییزو چارواکو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

د یکشنبې د ورځې په دې اور لګېدنه کې د ۴۰ ماشومانو په شمول، ۶۴ کسان ووژل شول.

د خلکو یوه لویه ډله چې په پیل کې یې شمېر سلګونه او وروسته څو زرو ته رسېده، د ښار په هغه میدان کې راټول شول، چېرې چې تر دوی لږ مخکې سهار مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو د مجازاتو ژمنه وکړه چې غفلت‌یې د دې پېښې د رامنځته کېدو سبب شوی دی.

د روسیې ولسمشر د سې شنبې په ورځ سهار د پېښې سیمې ته ورغی، د دې لوی سوداګریز مرکز مخې ته‌یې ګلان کېښودل او د پېښې قربانیانو ته‌یې درناوی وړاندې کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین وویل:

"غواړم ووایم چې ټول هېواد له تاسو غمجن دی، غواړم د دې حادثې د قربانیانو کورنیو ته د زړه له تله او صادقانه د تسلیت مراتب وړاندې کړم."

په داسې حال کې چې په روسیه کې خلک د دې اور وژنې په پروسه کې د سستۍ، د اور د خپرېدو په مخنیوي کې په ناکامۍ او له پېښې سره د چارواکو د ناسم چلند له کبله غصه دي، ولسمشر پوتین د چهارشنبې ورځ په روسیه کې ملي ماتم اعلان کړ.

په کمروف ښار کې لارو کوڅو ته راوتلو اعتراض کوونکو له ځان سره هغه شعارونه لېږدول چې په‌کې د سیمه‌يیزو چارواکو د استعفا او د پېښې د څرنګوالي په اړه د معلوماتو غوښتنه شوې وه.

یو شمېر اعتراض کوونکو په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو د خپاره شوي شمېر په اړه پوښتنې راپورته کولې.

د اور لګېدنې دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې سوداګریز مرکز کې د ماشومانو په شمول، د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

یو اعتراض کوونکي د ویلادیمیر پوتین او امان تولییف چې د ۱۹۹۷ میلادي کال راهیسې د دې ولایت والي و، د استعفا غوښتنه وکړه.

د خپاره شوي لېست پر بنسټ، د وژل شویو کسانو په منځ کې ۴۱ تنه ماشومان دي چې اور لګېدنې ووژل.