د جوزجان په درزاب کې د داعش ۴ وسله‌وال وژل شوي

د جوزجان چارواکي په درزاب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د څلورو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د داعش وسله‌والو برید وکړ چې له څلور ساعته نښتو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمبول.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو سرتېري وژل شوی او پنځه وسله‌وال ټپیان شوي دي.

درزاب د جوزجان یوه له هغو ولسوالیو ده چې داعش ډله په‌کې ډېره فعاله ده.