زرګونه کسانو د سایبریا په کمروف ښار کې مظاهره وکړه

په زرګونه کسانو د سایبریا په کمروف ښار کې مظاهره وکړه او د هغې پېښې د ځواب او د سیمه‌ییز حکومت د استعفا غوښتنه‌یې کوله چې د سوداګرۍ په یوه مارکېټ کې وړمه ورځ د اور د لګېدو له امله رامنځته شوې او له ۶۰ زیات کسان په‌کې وژل شوي وو.

د وژل شویو ډېری یې کوچنیان دي.

مظاهره د ښار په مرکزي برخه کې د سلګونه کسانو په ګډون پیل شوه چې وروسته‌یې شمېر زرګونه کسانو ته ورسېد.

نن د ورځې په پیل کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم دې ښار ته ورغلی و او ژمنه‌یې وکړه چې د دغې پېښې عاملان به مجازات کړي.

مظاهره کوونکو له ځان سره شعارونه لېږدول چې په ځینو يې د فساد وژنې، استعفا او رښتیا ووایه، شعارونه لیکل شوي و.

نورو د دې پیښې د قربانیانو د شمېر په اړه د چارواکو پر څرګندونو انتقاد کاوه.

په دغه مارکېټ کې دغه اور د تېرې یکشنبې په ورځ هغه مهال ولګېد چې ډېری کورنۍ په دې مارکېټ کې وې.

مظاهره کوونکو د کمروف د سیمې د والي امان تولویف د استعفا او له پوتین سره د کتنې غوښتنه کوله.

د قربانیانو په اړه په هغه لېست کې چې د کورنیو د غړو له‌خوا یې د دولتي ادارې په ودانۍ کې ځړول شوی، لیدل کېږي چې د مړو شویو ۴۱یې ماشومان دي.