د تاجکستان په نندارتون کې ځیني افغاني توکي نندارې ته ایښودل کېږي

ټاکل شوې چې په تاجکستان کې د افغانستان يو شمېر زراعتي محصولات، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او ځيني لاسي صنایع نندارې ته کېښودل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوه ورځنی نندارتون به د پنجشبنې په ورځ پرانيستل شي.

د ښاغلي پسرلي په خبره، په دغه نندارتون کې به د افغانستان او تاجکستان ترڅنګ د سیمې د هېوادونو د خصوصي سکټور یو شمېر استازي هم ګډون وکړي.

د ده په خبره، د دغه نندارتون په لړ کې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین د دغه نندارتون له ګډون کوونکو هېوادونو سره څو قراردادونه هم لاسلیک کړي.

د یادونې وړ ده چې د تاجکستان نندارتون هر کال ترسره کېږي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهیسې په کې افغاني محصولات هم نندار ته ايښودل کېږي.