د لغمان والي اصف ننګ وايي، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا په کرنیز اقتصاد پورې تړلې او پهکار ده چې کروندګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي ننګ دغه څرګندونې تېره ورځ د لغمان ولایت په سراج بڼ کې د بزګر د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
ښاغلی ځواک وايي چې د لغمان والي او د دغه ولایت یو شمېر نورو سیمهییزو چارواکو د دغې ورځې په مناسبت له هغه جوړ شوي نندارتونه هم لیدنه وکړه چې پهکې يو شمېر کرنیز او حیواني محصولات او تولیدات نندارې ته ايښودل شوي وو.