له جرمني ایستل شوي ۱۰ تنه افغانان چې په هغه هېواد کې یې د پناه غوښتنې رد شوې وې، نن سې شنبه کابل ته ورسېدل.
د جرمني د مهاجرت ادارې یوه چارواکي د نوم نهښودلو په شرط د جرمني خبري اژانس ته وویل چې دغه افغانان په یوه اجاره شوې الوتکه کې د جرمني د لایپزیګ هال له هوایي ډګره کابل ته واستول شول.
له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې چې د جرمني او د افغانستان د حکومتونو ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شوې، دا ۱۱م ځل دی چې افغانستان ته له جرمني په ډلهییزه توګه افغانان بېرته استول کېږي.
تر اوسه ۱۹۸ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
د هغو شااوخوا ۱۸ زره پناه غوښتونکو په ډله کې چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې رد شوي او جرمني یې د لازمو اسنادو د نشتوالي له امله بېرته خپلو هېوادونو ته نهشي استولی، ۳۹۱۵ تنهیې افغانان دي.