د تاشکند غونډه د افغان او ازبک ولسمشرانو په حضور کې پیل شوه

د تاشکند غونډه د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو په حضور کې پیل شوه.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د افغانستان د سولې پروسه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.

ښاغلي میرضیایف ټینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو ګډ هدف باید عملي بڼه غوره کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل، د تاشکند غونډه افغانستان ته نوې هیله وربخښي.

ولسمشر غني د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې مهمې وبللې او له ازبکستانه‌یې مننه وکړه چې د کابل پروسه‌یې په یوې مهمې غونډې بدله کړه.

افغان ولسمشر د ملي او سیمه‌ییزې اجماع په رامنځته کولو ټينګار وکړ او زیاته‌یې کړه چې د افغانستان او سیمې ستونزې باید له سوله‌ییزو لارو هوارې شي.

غني ټینګار وکړ چې د سیمې سیاسي او اقتصادي راتلونکې یوه ده او سوله یوه حیاتي مسئله ده.

هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د خبرو مېز ته د طالبانو د حاضرولو هڅې وکړي.

په دې کنفرانس کې د افغان او ازبکستان د ولسمشرانو تر څنګ د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرۍ په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.