د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال څلور وسلهوال او دوه پوليس وژل شوي او ۸ پوليس او ۱۱ وسلهوال ټپيان دي.
د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امیر جان الکوزی وايي، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ اړوند باغ بازار، داوود او د رود غاړې پر پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې يې څلور وسلهوال او دوه پولیس وژل شوي او اته پولیس او ۱۱ وسلهوال ټپيان شوي دي.
ولسوال وايي، اوس جګړه پای ته رسېدلې او ټپيان شوي پوليس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.