د خوست په ځاځي میدان کې د کوږ ونډ سربند جوړېږي

د خوست په لیرې پرته سرحدي ولسوالۍ ځاځي میدان کې د کوږ ونډ پر خوړ د دوو سربندونو او د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاده پروژه چې د خلکو د یو څه اندازې ونډې په ګډون د سویس د پراختیايي ادارې له‌خوا د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړېږي، تر زر جریبه ډېره ځمکه به ورڅخه په دوامداره توګه خړوبه شي.

تېره ورځ د یاد سربند د کار د پیل په ځای کې د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، کانال به پنځه کېلو متره اوږدوالی ولري او په دې سره به د بزګرانو په کرنیز پیداوار کې د پام وړ ډېروالی راشي.

حکم خان حبیبي په خوست کې د اوبو د سرچینو پر مدیریت او مهارولو هم ټينګار وکړ او ويې‌ویل چې په داسې برنامو او پروژو کار کوي چې د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له سرچینو پوره ګټه پورته شي.

که څه هم ځاځي میدان د افغانستان په کچه د امنیت له لحاظه یوه ډاډمنه ولسوالۍ ده چې په دې وروستیو کې يې ولسمشر هم په خپلو خبرو کې د بېلګې په توګه یادونه وکړه، خو اوسېدونکي يې وايي چې دولت ورته لازمه توجه نه‌ده کړې او اوس هم د څښاک د اوبو، روغتیا او پوهنې په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.