په کندز کې طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان شیخ ظاهر وژلی

په کندز ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان شیخ ظاهر وژل شوی دی.

د دغه ولایت چارواکي وايي چې نن سې شنبه سهار وسله‌والو مخالفینو د کندز ښار اړوند د زرخرید په سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی چې په پایله کې یې د سیمه‌ییزو پولیسو یو تن قوماندان وژل شوی دی.

د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه برید کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان شیخ ظاهر وژل شوی او وسله‌وال مخالفین له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د ښاغلي حمیدي په وینا چې په دغه برید کې دوه تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.