روسي څېړونکي وايي، په سایبریا کې په یو مارکېټ کې د اور لګېدو پر مهال ځکه ډېر تلفات اوښتي چې د پېښې پر مهال د دې مارکېټ خروجي دروازې تړلې وې، د خبرداري سیستم کار نهکاوه او د خوندیتوب له مقرراتو نورې څرګندې سرغړونې هم موجودې وې.
د یکشنبې په ورځ پهدې اور لګېدنه کې ۶۴ کسان ووژل شول، ځیني کسان چې وېرېدلي وو له کړکیو ځانونه وغورځول او یو شمېر نورو د ځان ژغورنې په خاطر تړلې دروازې ډبولې.
د پېښې په اړه د څېړنو کمېټې پرون اعلان وکړ چې که د کمروف ښار په منځ کې د دې سوداګریز مرکز د جوړېدو پر مهال او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تر پرانیستې وروسته پهکې د خوندیتوب مقررات په پام کې نیول شوي وی ښايي، د یکشنبې د ورځې د اور لګېدنې تلفات او زیانونه تر اوس څو چنده کم وي.