د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي افغانستان ته د ستنو شویو او کورنیو بېځایه شویو کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور هغه برخه رد کړه چې وايي، شااوخوا ۱۰۰ زره کډوال بېسرپناه او یا په ډېرو ناوړه شرایطو کې په زړو جونګړو کې ژوند کوي.
ښاغلي بلخي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"دا چې کډوال دې په ازاده هوا کې اوسي له دې سره زه موافق نهیم، موږ له هېڅ ځایه داسې راپور نهلرو. په خیمو کې د استوګنې مسئله زه تأییدوم، یو شمېر خلک اساسي سرپناه نهلري او خیمو کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه کورني بېځایه شوي."
نوموړي وویل چې د راستنو شویو او بېځایه شویو کډوالو لپارهیې د ځمکې د وېش یوه نوې تګلاره تصویب کړې او هیله لري چې په عملي کېدو بهیې د کډوالو ستونزې تر ډېره هوارې شي.