د کابل برښنا په موقت ډول جوړه شوه

د افغانستان د برښنا شرکت کارکوونکو د کابل برښنا په موقت ډول جوړه کړه.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دولت مخالفو وسله‌والو تېره شپه د پلخمري ښار د کیله‌ګي په سیمه کې کابل ته د وارداتي برښنا دوه پايې په بمونو له‌منځه وړې وې چې له امله‌یې د کابل برښنا قطع شوې وه.

د ده په خبره، د برښنا شرکت کارکوونکي نن سهار نږدې پنځه بجې سیمې ته ورسېدل او د ۲۰۰ مېګا واټه برښنا لاینونه‌يې په موقت ډول بېرته وتړل.

هغه وايي چې د برښنا د دې پایو اساسي رغول به یوه اوونۍ وخت ونیسي.

د برښنا شرکت ویاند همداراز وايي، تر هغې چې د برښنا د پایو اساسي رغونه کېږي، نو تر هغې به د کابل برښنا هره ورځ د دوو ساعتونو لپاره پارچاوېږي.