د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره لوبه کوي

ټاکل شوې سبا سې شنبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي.

د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته نن دوشنبه په تاجکستان کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لري او افغانانو ته به ښه زېری ولري.

افغان لوبډلې د دغې سیالۍ لپاره ښه تمرینات کړي او له څو ورځو راهیسې په تاجکستان کې ده.

دغه لوبه د افغانستان په وخت سبا سې شنبه درې نیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.