پرچمن د فراه ولایت هغه ولسوالۍ ده چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې يې واګې د ۳ وروڼو په لاس کې دي.
د پرچمن ولسوال، امنیه قوماندان او د امنیت امر له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د یادې ولسوالۍ پر اوسېدونکو په زور واکمني کوي او له خلکو باج او عشر اخلي.
د دغې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د دې مطلب په څرګندولو سره د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، که څه هم حکومت په دغې موده کې څو ځلې هڅه وکړه چې دغه چارواکي بدل کړي، خو بریالي نهشول.
د دوی په خبره، د پرچمن ولسوال، د امنیې قوماندان او د امنیت امر چې درې واړه وروڼه هم دي د یادې ولسوالۍ په خلکو رڼا ورځ تور تم کړې او هر څهيې چې زړه غواړي، همغه کوي.
د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکی کریم عزیزي چې اوسمهال له ډاره کندهار ته کډه شوی او يو بل تن چې نهغواړي نومیې واخيستل شي، د پرچمن د ولسوال، امنیت امر او د امنیه قوماندان د ظلمونو کیسه ازادي راډیو ته داسې وکړه:
"ماسره خو يې داسې زور زیاتی کړی چې ۱۴-۱۵ ورځې یې بندي کړی وم او تر دې حدهيې ووهلم چې تر اوسه مې پښې درد کوي او پر لاره سم نهشم تللی، دوی دلالان لري چې له کلیو باج او عشر ټولوي."
"زموږ هېڅ غم نهدی خوړل شوی، اوس چې تاسو ته هم ووایو، سبا مو بیا وهي او جریمه له موږه اخلي، تر دې چې ونهوایوو ښه ده، له زړه مو وینې بهېږي، څوک مو غږ نهاوري، نو ولې د خلکو ستونزې لا ډېرې کړو."
د سیمې د ځایي اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړیو وختونو کې سلیم مبارز د پرچمن د ولسوال په توګه وټاکل شو چې د نوموړي له مړینې وروسته، د ده يو زوی محمد داود د ولسوال، بل زوی يې عبدالولي د امنیه قوماندان او بل زوی یې عبدالظاهر د امنیت د امر څوکۍ خپله کړه.
د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره، يو شمېر خلک چې د دوی د ظلمونو له لاسه په تنګ راغلي وو، اړ شول چې له دغې ولسوالۍ نورو سیمو او ولایتونو ته کډه شي.
دوی د پرچمن ولسوالۍ ياد مسؤلین د خلکو په قتل، طالبانو ته د وسلو په ورکړه، د پیسو په بدل کې د کونډو ښځو ورکړه، خلکو ته د توطئو په جوړولو، مخابراتي شبکو ته د فعالیت د نهاجازې ورکولو او په پروژو کې د ونډې په اخيستلو او يو شمېر نورو ناوړو کړنو تورنوي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د تورنو کسانو او د فراه ولایت د مقام نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نهشوو.
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې په دې اړه به له پلټنو وروسته خپل معلومات له ازادي راډیو سره شریک کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بیا په دې اړه د پلټنو او اقداماتو دواړو خبره کوي او وایي:
"موږ به يو ځل دغه موضوع وڅېړو چې دغه قوماندان په کوم اساس او څنګه مقرر شوی او ایا اوسمهال هم خپلې چارې مخته بیايي او کنه؟ کله چې زموږ څېړنې بشپړې شي، نو زموږ د اصلاحاتو له مخې د ولسوالیو د امنیې قوماندانو د بدلولو په لړ کې به دا هم شامل وي."
د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دوی نور زغم نهلري او که حکومت په دې برخه کې لازم او جدي اقدامات ونهکړي، په لاریونونو به لاس پورې کړي.
راپور: واصل وصال