د بغلان چارواکي: د کابل د برښنا پر الوځول شوې پایې کار روان دی

د بغلان د برښنا رئیس، سلطان محمد عزیزي وايي چې د کابل د برښنا پر هغه پایه چې پرون یکشنبه په دوشي ولسوالۍ کې الوځول شوې، کار پیل شوی دی.

په دوشي کې د برښنا پر پایه د چاودنې له امله نن دوشنبه د کابل ښار په ډېرو سیمو کې د برښنا جریان قطع شوی دی.

سلطان محمد عزیزي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پر پایه کار روان دی.

د بغلان پولیسو ویلي چې تېره شپه‌یې یو مشکوک سړی نیولی چې په چشمه شیر سیمه کې یې هم د برښنا د بلې پايې د الوځولو لپاره تیاری نیولی و.

تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې په بغلان کې د برښنا پر پایو د حملې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.