د امریکا متحده ایالاتو پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي

د امریکا متحده ایالاتو پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

پر دغو پاکستاني شرکتونو دغه بندیزونه د امریکا د صنعت او امنیت د سوداګرۍ ادارې له‌خوا څلور ورځې مخکې یعنې د مارچ په ۲۲مه لګول شوي دي.

دغې ادارې دغه شرکتونه د بندیزونو په هغه لېست کې شامل کړي چې د امریکا د حکومت له اجازې یا جواز پرته نه‌شي کولای چې په امریکا کې فعالیت وکړي، یا له امریکایي کمپنیو سره راکړه ورکړه وکړي.

د امریکا د صنعت او امنیت د سوداګرۍ ادارې له‌خوا په هغه راپور کې چې د امریکا د حکومت په وېب‌پاڼه کې خپور شوی، ویل شوي چې د دغو شرکتونو په اړه د امریکا حکومت دا پرېکړه په دې خاطر کړې چې فعالیتونه‌یې د امریکا د ملي امنیت او د بهرني سیاست له ګټو سره اړخ نه‌لګوي.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت د کمپنیو او ادارو د بندیزونو په لېست کې په شاملېدو سره د شرکتونو شتمني نه‌بندېږي، خو له دغو شرکتونو سره د فعالیت په صورت کې له امریکایي او بهرنیو کمپنیو غوښتل کېږي چې لومړی لایسنس ترلاسه کړي.

په دغه لېست کې شامل شرکتونه په امریکا کې د فعالیت کولو لپاره دې ته اړتیا لري چې یو ځانګړی لایسنس ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه عکس‌العمل نه‌دی ښکاره کړی او نه هم تر اوسه دغو شرکتونو چې زیات مشهور نه‌دي، په دې اړه تبصره کړې.

د دغو ۷ شرکتونو په منځ کې دوه شرکتونه چې د یوه دفتر یې سنګاپور کې او د بل په پاکستان کې دی، په دې تورن شوي چې د یو شمېر هغو پاکستاني کمپنیو لپاره‌یې وسایل برابر کړي چې له مخکې د امریکا د سوداګرۍ د وزارت د بندیزونو په لېست کې شاملې وې.

یوه بله کمپنۍ تورنه شوې چې په لېست کې شاملو د پاکستان له اټمي فعالیتونو سره تړلو کمپنیو ته‌یې په امریکا کې تولید شوي وسایل او تجهیزات رانیولي دي.

درې نور شرکتونه د اټمي پراختیا په هغو فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت او د بهرني سیاست له ګټو سره په تضاد کې دي.

پاکستان چې مخکې هم ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته د اټمي ټکنالوژۍ په ورکولو تورن شوی، د امریکا دغه نوي اقدامات به پر دې هېواد چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړیتوب ترلاسه کړي چې د اټمي وسایلو پېر او پلور کنټرولوي، بل ګوزار وي.

د «ان سي جي» په ډله کې ۴۸ هېوادونه غړیتوب لري او د صادراتو او د هغو وسایلو چې د اټمي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېدای شي، د کنټرولولو له لارې په نړۍ کې د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

په اټمي وسلو سمبال پاکستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په «ان سي جي» کې د غړیتوب لپاره غوښتنه کړې، خو په دې برخه کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

د امریکا متحده ایالات دې ته هم اندېښنه لري چې پاکستان د اټمي وسلو د نویو تاکتیکي وسلو په ګډون، د اټمي وسلو نويو سیستمونو ته پراختیا ورکوي او پر اسلام‌اباد یې فشارونه زیات کړي چې په یو اړخیز ډول اعلان کړي چې له دې کاره ډډه کوي.