د ازبکستان په پلازمېنه کې د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره او د امریکا، روسیې، چین، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون لري.

دا غونډه سبا پای ته رسېږي او پرېکړه به‌یې په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تاشکند کې پېل شوې غونډه خورا مهمه ده او د کابل پروسې د دوهم کنفرانس د پرېکړو ملاتړ به وکړي.

سره له دې چې غونډه د افغانستان د سولې په اړه خبرو ته ځانګړې شوې، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا غونډه د دولتونو د استازو ترمنځ ده، نو د طالبانو د استازو ګډون په پام کې نه دی نیول شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي نن پر ټوېټر لیکلي چې د غونډې پرېکړه لیک باندې کار پای ته ورسېد او به ازبکستان کې د غونډې د ګډونوالو د زیار او دلچسپۍ مننه یې کړې ده.