د ایران حکومت د جان بولتن په اړه پر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې

د ایران حکومت د امریکا پر جمهور رئیس ډونالد ټرمپ نیوکه کړې چې جان بولتن‌یې د ملي امنیت په چارو کې د خپل سلاکار په توګه ګومارلی دی.

جان بولتن پخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني ویلي چې د امریکا ولسمشر خرابه پرېکړه کړې او واشنګټن د تهران د رژیم د نسکورولو په تمه دی.

خو د بولتن یوه ویاند دا څرګندونې رد کړي او د ایران له لوري د "پروپاګند" برخه‌یې بللې دي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني ویلي چې جان بولتن په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ایران د مجاهدین خلق ډلې سره کتلي چې د ایران له حاکم رژیم سره مخالفت لري او د پرځولو ملاتړ یې کوي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس، فارس ویلي چې علي شمخاني پرون یکشنبه امریکا ته په اشاره ویلي چې د نړۍ د ابر قدرت لپاره د شرم خبره ده چې د ملي امنیت سلاکار یې له یوې ترورېستي ډلې معاش اخیستی دی.

شمخاني د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره شواهد نه‎دي وړاندې کړي.

د ایران د مجاهدین خلق ډلې له بولتن او نورو امریکايي چارواکو سره د معاملې په اړه خبرونه رد کړي دي.