د مخابراتو وزارت: د انټرنټي خدمتونو په بیو کې کموالی راغلی

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، په ۹۷م لمریز کال کې یې د انټرنټي خدمتونو په بیو کې کموالی راوستی دی.

د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د افغان ټیلي کام په «تري جي» انټرڼت کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی او د کورنیو لپاره د همدغه سیستم په انټرنټ کې ۳۷،۵۰ فیصده کموالی راغلی دی.

ښاغلي امرخېل وویل، د تعلیمي او تحصیلي ادارو د انټرنټي خدمتونو د بیو د ټیټوالي اندازه ۴۰ فیصده ده.

د مخابراتو وزارت سلاکار دا هم وویل، دغه انټرنټي بیې د روان کال له لومړۍ نېټې نه د پلي کېدو په حال کې دي.

ده وویل، هڅه کېږي چې خصوصي مخابراتي شبکې هم د انټرنټي خدمتونو په بیو کې تخفیف راولي.