د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په هېواد کې د شاتو حاصلات د تېرو کلونو په نسبت ۲۴ فیصده زیات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په ۹۶م لمریز کال کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ټول ۲۱۰۰۰ ټنه شات راټول شوي دي.
ښاغلي رستمي وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت د مچیو د پالنې پروژه، په روان کال کې د شاتو د سکټور د پراختیا لپاره یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي چې له پلي کېدو سره بهيې د شاتو حاصلات، له دې هم زیات او کیفیت لرونکي شي.
ښاغلي رستمي وویل، په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې د هېواد د شاتو د حاصلاتو یو نندارتون پرانیستل شي.
ده وویل، د شاتو حاصلات به پهدې برخه کې له بهره د وارداتو کچه ټیټه کړي.