په کابل کې د ابدالي د کرکټ سیالیو لومړی پړاو پیل شو

په کابل کې د ابدالي په نوم د کرکټ سیالیو لومړی پړاو پیل شو.

د دغو سیالیو مسؤل نثارصافي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د ابدالي کرکټ اکاډمۍ په نوښت جوړې شوي چې شپږ لوبډلې پکې ګډون لري او يوه اوونۍ به دوام کوي.

د ښاغلي صافي په خبره،د ابدالي په خصوصي اکاډمۍ کې اوسمهال ۴۰۰ ځوانان تر روزنې لاندې دي چې د تکړه رزونکو له خوا ورته روزنه ورکول کېږي.

د دغو سیالیو د جوړولو هدف، په هېواد کې د مسلکي کرکټ وده او د ځوانو د استعدادونو رابرسېره کول ښودل شوی.