د ارزګان چارواکي: په عملیاتو کې یو سرتېری او ۱۷ طالبان وژل شوي

دوست محمد نایاب

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان پوځ له لوري د نصرت په نوم په پیل شویو عملیاتو کې ۱۷ وسله‎وال طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوی.

په‎دې عملیاتو کې ۲ افغان سرتېري او ۸ وسله‎وال طالبان ټپيان هم دي.

د والي ویاند دوست محمد نایاب د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات چې بهرني ځواکونه‌يې هم ملتیا کوي له تېرو درې ورځو راهیسې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند «ګوګرک» سیمه کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف پیل کړي دي.

نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پر مهال د «ګوګرک» سیمه د وسله‎والو طالبانو له شتونه پاک کړي او په خبره چې عملیات‌يې لاهم په سیمه کې روان دي.

بل‎خوا بیا د وسله‎والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استول شوي برښنالیک کې ویلي چې دغلته‌یې د افغان پوځ روان عملیات په شا تمبولي او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي و چې دغلته د افغان پوځ روانو عملیاتو کومه پایله نه‎ده ورکړې او تجارتي بڼه لري.

په فاریاب کې هم پوځي عملیات شوي دي. د فاریاب د والي ویاند عبدالکریم یورش نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په پښتون‎کوټ ولسوالۍ کې ۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي او نهه تنه زخمیان شوي دي.

د یورش په وینا د فاریاب چغربلاق، ملایان، برګ علي او ترکمنان ولسوالۍ له وسله‎والو طالبانو خلاصې شوي دي.