د کونړ په چپه دره کې د داعش یو قوماندان وژل شوی

د کونړ په چپه دره کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش یو قوماندان وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید‎الله دهقان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکې د چپې درې پر ولسوالۍ برید کړی چې په‎کې د داعش یو قوماندان وژل شوی او بل ملګری يې ټپي شوی دی.

دهقان وايي، په یاد برید کې ولسي وګړو ته زیان نه‎دی رسېدلی.

تر اوسه داعش ډلې په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.