په لښکرګاه کې د اعتراض کوونکو سره ښځې هم یوځای شوي

په لښکرګاه کې د اعتراض په ډول د درول شوې خیمې سره ښځې هم یوځای شوي.

دغه ځوانان او ښځې چې د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول شوي دي، د لښکرګاه د وروستي ځانمرګي برید په اعتراض کې چې شااوخوا ۲۰ تنه‌يې د ماشومانو او ځوانانو په شمول ووژل په اعتراضي ډول‌یې خیمه درولې ده.

په خیمه کې ناست لسګونه ځوانان او ښځې وايي، تر هغو به دغه اعتراض ته ادامه ورکوي چې وسله‌وال سولې ته غاړه کېږدي.

دوی د یکشنبې په ورځ پر وسله‌والو غږ وکړ چې نور له جنګ او وژنو ستړي دي، د حکومت سره دې سوله وکړي.

په لښکرګاه کې وروستی برید د جمعې د ورځې په ماښام د لومړۍ حوزې اړوند د غازي محمد ایوب خان لوبغالي ته څېرمه رامنځته شو چې یوازې ملکي کسانو ته په‌کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د لښکرګاه د ځوانانو او ښځو غوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی.