خلکو پرون یکشنبه په ترکمنستان کې په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته.
که څه هم خلکو ته حق ورکړل شوی و چې د خوښې وړ کاندیدانو ته رأیه ورکړي، خو ټول کاندیدان په اخر کې د ولسمشر قربان قلي بردي محمداف وفاداره خلک دي.
د ولسمشر ۳۶ کلن زوی سردار بردي محمداف د دې ټاکنو یو مشهوره کاندید و.
ډېرو کارپوهانو ویلي چې سردار به د ترکمنستان راتلونکی جمهور رئیس وي.
رسمي شمېرو وښودله چې ۹۲ فیصده خلکو رأیه ورکړه.
په واشنګټن کې د فریډم هاوس نادولتي سازمان تېره جنوري میاشت ترکمنستان د هغو ۱۲ هېوادونو په کتار کې حساب کړ چې سیاسي او مدني ازادي پهکې نهشته.
لوېدیځو څارونکو د ترکمنستان پخواني انتخابات ازاد او عادلانه نهدي بللي.