د طالبانو یو قوماندان په جوزجان ولایت کې وژل شوی

د وسله‎والو طالبانو یو قوماندان پرون یکشنبه په جوزجان ولایت کې وژل شوی دی.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي ازادي راډيو ته وویل چې د ملا نواب په نوم د وسله‎والو طالبانو دا قوماندان پرون مازیګر په پولیسو باندې تر یوه ناکامه کمین وروسته ووژل شو.

ښاغلی خاشي وايي، د هغه دوه ملګري ټپیان دي او پاتې پنځه کسان له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې په‎دې پېښه کې د خپل یوه ملګري وژل کېدل او د دوو نورو ژوبلېدل تأیید کړي دي.