راپورونه وايي، د روسيې په سایبریا کې په یوه پلورنځای کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.
اور د کمروف په ښار کې چې له مسکوه درې زره کېلو متره واټن لري، لګېدلی دی او د ژغورنې ډلې لا هم د خلکو د ژغورلو هڅه کوي.
د کمروف ښار د بېړنیو حالاتو د ادارې مرستیال بوریس دیدیوخین وویل، تر اوسه ۳۷ مړي راایستل شوي چې پېژندنهيې سخته ده.
د هغه په خبره په دې پېښه کې په مړو شویو کې ۹ ماشومان دي.
تاس خبري اژانس بیا وايي چې د اور لګېدنې پهدې پېښه کې ۴۱ ماشومان لادرکه دي.
د اور لګېدنې علت لا معلوم نهدی او چارواکي وايي، پلټنې يې پیل کړې دي.