د ازبکستان پلازمېنه تاشکند نن دوشنبه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه ده.
د سولې پروسه او سیمهییزې او امنیتي همکارۍ د دې کنفرانس د بحث وړ موضوعګانې دي.
افغان کارپوهان وايي، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان حضور په دې کنفرانس کې د ډېرو مسایلو د څېړلو فرصت برابروي.
له افغان لیکوال او د نړیوالو سیاسي چارو شنونکي انتظار خادم سره د ازادي راډیو خبریال صفيالله ستانکزي مرکه کړې ده او په سر کې یې همدا پوښتنه کړې چې د ازبکستان په کوربهتوب دا کنفرانس به څومره د افغان حکومت د سولې پر دریځ مثبت اغېز وکړي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5