د کاتالونیا پخواني مشر کارلس پوجدمون د جرمني پولیسو توقیف کړی

د کاتالونیا د پخواني مشر کارلس پوجدمون مدافع وکیل وایي چې موکل یې د جرمني پولیسو توقیف کړی دی.

ژائومی آلونسو کویلیس د ټویټر له لارې په يوه پیغام کې وویل چې پوجدمون له ډنمارکه بلجیم ته په لاره و چې د جرمني سرحد ته له ننوتو سره سم د جرمني پولیسو ونیو.

پوجدمون وروسته له هغې له هسپانیې بلجیم ته وتښتېد چې د کاتالونيا سیمه ییز حکومت یې د تېرکال په اکتوبر کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښته یا ریفرانډم ترسره کړ چې په نتیجه کې یې په یو اړخیز ډول له هسپانیې د کاتالونيا د جلا کېدو اعلان وکړ.

له هغه مهال راهیسې د هسپانیا حکومت د هغه د نیولو لپاره یو نړیوال حکم صادر کړی دی.