کټوازی: په ډېرو سیمو کې خیالي ښوونځي جوړ شوي او پیسې یې حیف او میل شوي

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره او د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په پوهنې وزارت کې پراخ فساد د دې لامل شوی چې زیات شمېر ښوونځي بې ودانۍ پاتې شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت سږ کال په ټوله کې پوهنیز سیستم او د ښوونځیو ودانیو ته د جدي پاملرنې خبره کوي، د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، په دغه هېواد کې اکثرو ښوونځیو د ودانیو د نه شتون ستونزه له پراخ فساد سره تړلې ده.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازی او د هغه پلاوي مشر چې ولسمشر محمد اشرف غني په پوهنې وزارت کې د فساد د څېړلو لپاره ټاکلی و، وايي چې په ډېریو سیمو کې خیالي ښوونځي جوړ شوي او پیسې یې حیف او میل شوې دي.

د نادرخان کټوازي په خبره، په دې کې له وزارته نیولې تر سیمه ییزو چارواکو او د سیمو تر قومي مشرانو پورې، ټول ښکېل دي.

نادرخان کټوازی

ښاغلی کټوازی زیاتوي:

"زه که د سیمو درته ووایم، ډېر داسې خیالي ښوونځي جوړ شوي چې هلته ودانۍ نه ده جوړه شوې، ولې په کاغذونو کې تسلیم شوی دی، هلته د پوهنې رئیس، قومی مشر، یا والي، یا کوم وکیل ټولو په ګډه وزارت ته کاغذونه راوړي چې ښوونځی جوړ شو او پیسې یي وتلي، خو ودانۍ یې نه وه جوړه شوې."

ښاغلی کټوازی دغه څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په کابل کې د تعلیمي کال د پرانیستې په مناسبت په جوړې شوې غوندې کې د ۵۰ سلنه ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي خبره وکړه.

په ورته وخت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي، د دوی څېړنې هم ښيي چې د پوهنې وزارت له خوا په اکثرو مواردو کې سرغړونې او ناغېړۍ شوي او له کارونو سمه څارنه نه ده شوې.

د دغې ادارې مشر سید حسین فخري ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په دې برخه کې ډېرې هر اړخیزې څېړنې وکړې چې د دې ټولو انتقادونو تر څنګ موږ سرغړونې، ناغېړۍ او ځيني نور موارد پیدا کړل."

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د سړو سیمو لپاره د نوي تعلیمي کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل، له ماشوم او معلمه غلا او د پوهنې په وزارت کې فساد د زغمولو وړ نه دي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۷۴۳۰ ښوونځي فعال دي چې له ډلې یې څه باندې نهه زره ښوونځي ودانۍ لري او پاتې یې بې سرپناه دي او یا هم زده کوونکو ته په خیمو کې درس ورکول کېږي .

خو د نوي تعلیمي کال له پیل سره افغان حکومت ژمنه کړې چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د شپږو زرو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت بیا د ښونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره سږ کال تاریخي بولي، خو په دې برخه کې فساد نه تأيیدوي.

د یاد وزارت د نشرانو رئیس کبیر حقمل ازادي راډيو ته وویل، موږ ته کله هم دومره امکانات نه دي راکړل شوي چې خپلې ستونزې هوارې کړو.

کبیر حقمل

نوموړی وایي:

"له دې سره سره چې په تېرو کلونو کې ميلیونونه ډالر راغلي، خو دا په هېڅ برخه کې د افغانستان له اړتیاوو سره سم نه دي راغلي، یعنې زموږ ستونزې دومره ډېرې دي چې دغې بودجې ورته بسنه نه کوله، داسې واحده بودجه لکه اوس چې ودانیو ته دوه سوه ميلیونه ډالره موږ ته راکړل شول، پخوا نه وو راکړل شوي، موږ ته چې پخوا څومره راکړل شوي، موږ له هغې ډېره ښه استفاده کړی ده."

ښاغلی حقمل وايي، سږ کال به افغانان هره ورځ یا لږ تر لږه هره اوونۍ د یوه ښوونځي د پرانيستلو شاهدان وي.

خو د ولسي جرګې غړی نادر خان ښاغلی کټوازی وايي، د پوهنې وزارت دغه هدف ته هغه مهال رسېدلای شي چې د ښه څار تر څنګ یادې برخې ته ځانګړې شوې بودجه په شفافیت سره ولګوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ