د غزني چارواکي: پر ده‎یک ولسوالۍ طالبانو ډله‎ییز برید کړی

د غزني چارواکي د دې ولایت پر ده‎یک ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو د ډله‎ییز برید خبر ورکوي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه برید کې چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو یو شمېر نورو سیمو پر امنیتې پوستو وشو، لږ تر لږه درې وسله‎وال او یو پولیس وژل شوي او څو تنه وسله‎وال هم ټپیان شوي دي.

د نوري په وینا د وسله‎والو دغو بریدونو د شپې تر دوو بجو دوام وکړ چې سیمې ته له مرکزه د نورو ځواکونو په ورتلو سره په شاه وتمبول شول او اوس سیمه کې وضعیت ارام دی.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ويلي.