يو شمېر سوداګر وايي مالونه د حامد کرزي هوايي ډګر په ګمرک کې بند دي

يو شمېر افغان سوداګر په انتقاد سره وايي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې یې مالونه د حامد کرزي هوايي ډګر په ګمرک کې بند پاتې دي.

دغه سوداګر چې شمېر یې ۳۰ کسانو ته رسېږي ګواښ کوي چې که د دوی ستونزه ژر تر ژره هواره نه‎شي نو په لاریون به لاس پورې کړي.

د دغو سوداګرو د استازي داوود عثماني په خبره، په دغه مالونو کې د تنباکو محصولات شامل دي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو يو مکتوب چې ازادي راډیو ته رسېدلې په‎کې راغلي چې د تنباکو په محصولاتو کې باید د خطرونو تصویري او تحریري علایم په رسمي ژبو هک شوي وي چې د دغو علایمو نه موجودیت له امله دغو محصولاتو ته د دخول اجازه نه ورکول کېږي.

خو دغه سوداګر وايي چې په محصولاتو کې یې د خطر علایم په انګلیسي ژبه هک شوي دي.