حاجي اغا: په تېرو دوو میاشتو کې د مالوچو ۲۰ کارخانې بندې شوي

د افغانستان د متشبثینو خصوصي ټولنه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د مالوچو شاوخوا ۲۰ کارخانې بندې شوي دي.

د دغې اتحاديې رئیس رحم‎الدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کارخانې هغه مهال له سقوط سره مخ شوې چې پاکستان ته د پنبې صادرات بند شول.

د نوموړي په خبره دغه موضوع لا تر اوسه د ډيپلوماټیکو لارو نه‎ده هواره شوې چې له امله يې هره ورځ فابریکه لرونکو ته لسګونه زره ډالر زیان اوړي.

د ښاغلي حاجي اغا معلوماتول له مخې دغه کارخانې په هلمند، کندهار، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې دي.