د کابل پرلت تنظیمونکي وايي، دوی خپلې قانوني مبارزې ته دوام ورکوي، دا ډول حملې به یې غږ ټپ نهکړي بلکې لا به یې غښتلی کړي.
د تنظیمونکو له ډلې ایمل څړوال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله د لر او بر افغان د یووالي د دښمنانو لهخوا شوې ده:
"دا کار هغو خلکو کړی چې د لر او بر افغان یووالی نهشي زغملای، مستقیم پاکستان او د پاکستان تالي څټي مزدورانو او «ای.اس.ای» کړی، زموږ مبارزه به دوام لري، داسې کړنې زموږ مبارزه نهشي ټکنۍ کولای."
تېر ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې د کابل د حضوري چمن په سیمه کې د کابل پرلت د خیمې ترڅنګ چاودنه وشوه چې یو اعتراض کوونکی پهکې ووژل شو او ۱۴ نور ټپیان شول.
د حملې هدف د افغانستان د مدني ټولنې د یو شمېر فعالانو پرلت وو چې د پښتنو، بلوڅو او هزارهګانو د حقونو او په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ یې پېل کړی دی.
د پرلت ګډونوال په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف او سولې غږ پورته کړی او له طالبانو غواړي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
د پرلت بل تنظیمونکی اباسین بریال وايي چې د دوی حرکت مدني او د ظلم خلاف دی او دښمنانو له دې ویرې چې د پرلت خیمه په یو فکري مرکز بدلېدونکې ده، دغه حمله وکړه.
ښاغلی بریال زیاتوي چې خپل حرکتونه به پراخ او له کابل سربېره به یې ولایتونو ته هم وغځوي:
"دا د مبارزې یو ملي حرکت دی، موږ به دوام ورکوو، له کابل سربېره به یې ولایتونو ته غځوو، خیمې به دروو، خلک به را وباسو، زموږ مبارزه دوام لري."
نوموړی د پرلت د خیمې د امنیت په ټینګښت کې امنیتي ادارې پړې بولي او ټینګار کوي چې باید په راتلونکي کې د دوی امنیت خوندي کړي.
په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان محمد داود امین وايي چې د پرلت په خیمې د حملې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوي او له غلفت کوونکو سره به قانوني چلند وشي:
"د پلټنې ټیم ورغلی کشفي ارګانونه پلټنې کوي، هغه څوک به معلوم کړي، چې غفلت یې کړی وي، له پرلت کوونکو او د اړوندې حوزې له چارواکو پلټنې پیل شوي دي. "
ښاغلي امین وايي، مدني حرکتونه چې د خلکو قانوني حق دی، امنیتي ادارې مکلفې دي چې امنیت یې خوندي کوي.
د نوموړي په خبره چاودنه د یوځای پرځای شوي ماین په وسیله شوې ده.
د حملې مسؤلیت تر اوسه چا په ځان نهدی منلی.
د یادونې ده، دا لومړی ځل نهدی چې په مدني حرکتونو دا ډول حملې کېږي، بلکې شاوخوا یو نیم کال مخکې په کابل کې په روښنايي غورځنګ هم په حمله کې ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کابل امنیه قوماندان له خلکو غواړي چې امنیتي وضعیت ته په پام او د مظاهره کوونکو او اعتراض کوونکو د امنیت د خوندیتوب په هدف خپل ټولنیز او مدني حرکتونه له امنیتي ارګانونو شریک کړي.
راپور: رحمتالله افغان