په ننګرهار کې په هدفي وژنو تورن ۳ کسان نيول شوي

د ننګرهار چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفینو د يوې داسې شبکې درې تنه يې نيولي چې د پیسو په بدل کې به يې هدفي وژنې تر سره کولې.

د ننګرهار د رسنيو دفتر د یکشنبې په ورځ د هدفي وژنو په تور له نيول شويو هغو درېيو تنو دوه تنه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسنیو پر وړاندې ودرول چې د پیسو په بدل کې به يې هدفي وژنې تر سره کولې.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګياڼي وويل:

"دا درې کسان د ملي امنيت د موظفينو له لورې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي، د ابوبکر په نوم د وسله والو طالبانو يوه ډله ده چې دې درې تنو هغوی سره اړيکې درلودې، د هغوی له خوا به هم هدف ورکول کېده او هم به د يوه کس په شهادت ورته ۵۰ زره افغانۍ ورکول کېدې."

خوږیاڼی وړاندې وايي چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.