د اقلیم بدلېدو ته د پام اړولو په هدف د ځینو ښارونو برښنا قطع شوه

د پاریس په ایفل برج، د لندن په بیګ بن، د مسکو په سور میدان او د نړۍ په یو شمېر نورو ښارونو کې تېره شپه برښنا په دې هدف قطع شوه چې د خلکو پام د اقلیم بدلېدو ته واړوي.

«د ځمکې ساعت» په نوم په دې ډول اقلیمي بدلون ته د خلکو د پام اړولو هڅه لومړی ځل په ۲۰۰۷ میلادي کال په استرالیا کې وشوه او اوس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې د شپې په اته نیمې بجې د یوه ساعت لپاره برښنا پرچاو کېږي.

د برښنا په قطع کولو اقلیمي بدلون ته د خلکو پام اړوونکي وايي، دا کار د اقلیمي بدلون لپاره تر ټولو د ستر حرکت یوه برخه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وویل، دا ورځ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې پر خلکو او ځمکې یو شان ستر فشار دی.