د ترکیې پوځي سرچینو پرون شنبه وویل چې په سوریه کې د خپلو متحدو وسلهوالو ډلو په ملاتړ يې د سوریې په شمال لویدیځ کې پرته سیمه، عفرین په بشپړ ډول نیولی دی.
د ترکیې پوځ په سوریه کې د خپلو پلویانو وسلهوالو په ملاتړ له تېرو اتو اونیو راهیسې په عفرین کې د کُردي ملېشه ځواکونو پر ضد چې د خلکو د تحفظ ډله «YPG» هم ورته ویل کېږي، عملیات کوي.
د ترکيې حکومت هغوی ترورېستان ګڼي او د تېرې یکشنبې په ورځ يې د عفرین مرکزي سیمې نېولې وې.
عفرین د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترکیې له پولي سره څېرمه پرته ده چې زیات اوسېدونکي یې کُردان دي او د خلکو د تحفظ ډلې یا «YPG» په لاس کې وه.
په عفرین کې د ترکیې د پوځ یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ترکیې پوځ او ملګرو ډلو یې د شنبې په شپه په عفرین کې پاتې سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې کړې.
دې سرچینې چې هویت یې رویټرز خبري اژانس نهدی څرګند کړی، ویلي چې په سیمه کې د تلاشۍ عملیات پېل شوي، څو خلک په ډاډ خپلو کورونو ته ستانه شي.
د ترکیې رسمي خبري اژانس، اناتولي هم ورته رپوټ خپور کړی دی.
رپوټونه وايي چې د عفرین په لارو او کوڅو کې د ترکیې د پوځ ټانکونه ګزمې کوي او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې پر خلکو خوراکي مواد ویشلي دي.
د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې مشر کریم کنیک رویټرز ته ویلي، هڅه کوي چې خلک عادي ژوند پېل کړي.
کریم کنیک وویل:
"موږ دلته ګرځنده پخلنځي لرو او زموږ مامورین په کلیو کې وېشل شوي دي. موږ د ناروغانو پر لېږدولو کار کوو. دلته اساسي ستونزه دا ده چې د څښاک پاکې اوبه له بندونو راځي، نو موږ پر هغه هم کار کوو."
له بله پلوه، د ترکیې د جمهوري ریاست یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د هغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د فرانسې له ولسمشر سره د عفرین پر وضعیت ټیلیفوني خبرې کړې او په دې اړه یې د فرانسې د ولسمشر انتقادونه رد کړي دي.
فرانسه په هغو هېوادونوکې ده چې په عفرین کې یې د ترکیې له پوځي عملیاتو سره سخت مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د ترکیې دا پلمه چې د خپلو سرحدي سیمو د امنیت په اړه اندېښنه لري، په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو پېل نهشي توجیه کولای.