د ننګرهار د پوهنې رئيس حسیبالله شینواري د شنبې په ورځ د نوي تعلمي کال د پيل په مراسمو کې وويل، هغه ښوونځي چې د ناامنۍ له امله نورو سیمو ته انتقال شوي امن شوېو سیمو ته به بېرته خپل ښوونځي ور انتقال کړي.
نوموړی وايي:
"موږ کوښښ کوو چې په امن شويو سیمو کې چې اکثریت خلک ورته بېرته ستانه شوي، هلته هغه ښوونځي چې پخوا نورو سيمو ته انتقال شوي وو، بېرته ورته فعاله کړو."
ښاغلی شینواری وايي، په ننګرهار کې اوس هم په سلګونو داسې ښوونځي شته چې سرپنا نهلري.
ده وويل چې د دې ستونزې حل د ټولو هېوادوالو مسؤلیت دی او پهدې برخه کې يې له مرکزي حکومته او شتمنو خلکو نه د مرستې غوښتنه وکړه.
لاهم ځینې ښوونځي سرپناه نه لري.
نوموړی زیاتوي:
"شاوخوا ۵۰۰ ښوونځي زموږ داسې دي چې سرپناه نهلري او زدهکوونکي د شنه اسمان لاندې باد او باران ته ناست وي، زموږ له ټولو هېوادوالو څخه دا هيله ده چې د دې ستونزې په حل کې خپل معارف سره مرسته وکړي."
پهدې غونډه کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، هغه ښوونځي چې تېر کال د ناامنۍ له امله تړل شوي وو، زیاته برخه يې بېرته فعاله شوي او په روان تعليمي کال کې به د پاتې ښوونځيو د بيا فعالولو هڅه وکړي.
ښاغلي منګل زیاته کړه:
"د ۱۲ ښوونځيو د بیا پرانېستلو په برخه کې به انشاالله د معارف رئیس سره به په ګډه داسې کار کوو، څنګه چې په اچین، کوټ او خوګياڼو ولسوالیو کې د نورو ښوونځيو دروازې پرانېستل شوې."
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
د تعليمي کال په دې پرانېست غونډه کې د معارف ریاست له لوري د پوهنې د مالي ملاتړ په هدف د مرستې صندق هم پرانېستل شو.
د معارف ریاست د معلوماتو له مخې د دغې صندق له لارې چې کومې مرستې راټولېږي، د يوه شفاف میکانېزم له لارې به د ښوونځيو د سرپناه په جوړولو مصرف شي.
راپور: شاه محمود شینواری، ننګرهار