د مصر په دوهم ستر ښار سکندریه کې نن شنبه یوې چاودنې د پولیسو د یوه افسر په ګډون، دوه کسان ووژل.
د مصر د کورنیو چارو وزارت وویل، دا برید په یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو پواسطه شوی چې په ښکاره یې هدف د سکندريې د پولیسو مشر مصطفې النمر و.
نمر ته په دې چاودنه کې زیان نه دی اوښتی، خو څلور پولیس يې ژوبل کړي دي.
دا چاودنه په مصر کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو څو ورځې مخکې شوې ده.
ویل کېږي چې اوسنی ولسمشر عبد الفتاح السیسي به د بلې دورې لپاره هم جمهوري ریاست ته ورسېږي.